څنګه د اکبر موسسی غړي شو؟


څنګه د اکبر موسسی غړی شو؟

د غړیتوب لپاره اړتیاوې / معیارونه

  • لاسلیک او ټاپه شوی د غړیتوب غوښتنلیک ، د موسسې له سرلیک (Letterhead) سره ، چې باید د رییس یا مرستیال لخوا لاسلیک شوی وي.
  • د غیردولتي مؤسسو کړنلارې اوومه پاڼه لاسلیک او ټاپه شوی.
  • په سمه توګه ډکه شوی د غړیتوب فورمه چې پکې (عمومي معلومات، د ادارې معلومات او توضیحي شرح) شامل دي.
  • د اقتصاد وزارت څخه د جواز او راجستریشن کاپي
  • د غوښتنلیک ورکوونکي موسسې فعالیتونو اساسنامه او یوه کاپي د فکت شیت (Factsheet)  
  • وروستۍ کلنۍ توضیحي راپور د رسید سره د اقتصاد وزارت څخه
  • د وروستي بهرني تفتیش راپور یوه کاپي
  • غوښتونلیک ورکونکی موسسه باید دوه مخې د معلوماتو غوښتنې فورمه ډکه کړي.
  • غوښتونلیک ورکونکی موسسه باید د اوسني غړو څخه دوه ملاتړ لیکونه (لاسلیک او ټاپه شوي) ولري. د اکبر موسسې اوسنیو غړو لیست د اکبر موسسې په ویب پاڼه کې موندلی شئ.
  • د روانو پروژو لپاره د کلنۍ بودیجې یوه کاپي.
  • مؤسسه باید دوه کلنه کاري تجربه ولري او لږ تر لږه یوه پروژه د لږ تر لږو سل زره ډالرو په بودجه سره د تطبیق په حال کې وي.
  • د موسسې ادارې چارټ یا تشکیل (د پرسونل جوړښت/ د موسسې ادارې چارټ)

د غړیتوب ګټې
د اکبر موسسې غړیتوب کولی شي ستاسو په موسسه کې مثبت بدلون رامینځته کړي.
اکبر موسسه د غیر دولتي موسسو/مدني بنسټونو فعالیتونه اسانه کوي ترڅو د افغانانو بشري او پرمختیایي اړتیاوو ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایي. اکبر موسسه په ټول هیواد کې د خپلو غړو ملاتړ کوي او د بشري مرستندویه ټولنو په منځ کې ښه شهرت لري. د اکبر موسسې اعتبار موږ ته دا توان راکوی چې د غیردولتي موسسو اندیښنې په بریالیتوب سره بیان کړو او د هغو مسلو په اړه ځوابونه همغږي کړو چې په هیواد کې د غیردولتي موسسو د کار لپاره مهم دي. په دې توګه اکبر موسسه د دولت او مرستندویه ټولنو په وړاندې د غیر دولتي موسسو د ګټو په استازیتوب مهم رول لوبوي. اکبر موسسه هڅه کوي چې د غیر دولتي موسسو شهرت وساتي او هغه مهم رول چې دوی په تیرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې لوبولي وپیژني او ملاتړ یې وکړي.
اکبر موسسه په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د فعالیتونو او د هغېو د اغیزو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې یو ځانګړی موقف لري، او د حکومت او غیر دولتي موسسو د ټولنې ترمنځ د اړیکو په برخه کې همکارۍ او مرستې ته دوام ورکوي ترڅو په ولایتي او ملي کچه د موسسو ستونزې حل کړي. برسېره پردې، اکبر موسسه په ټول هیواد کې د مهمو مسلو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره د همغږۍ میکانیزمونه اسانه کوي. اکبر موسسه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره په پالیسي پریکړو کې برخه اخلي ترڅو د غیردولتي موسسو قوي او همغږ‎ی غږ پورته کړي. پدې فعالیت کې د مختلفو موضوعاتو په اړه منظمې څیړنې او بنسټیزې سروې هم شاملې دي. د بېلګې په توګه، اکبر موسسه د پالیسۍ په کچه د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ (ANDS) څارنې او پلي کولو کې د غیر دولتي موسسو/مدني ټولنې جوړښت او ګډون ته وده ورکوي.
اکبر موسسه د غیر دولتي موسسو کړنلارې په وده کې مرکزي رول لوبوي. دا کړنلاره د غړو، تمویل کوونکو او دولتي چارواکو لپاره په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو د روڼتیا، مسلکيتوب او حساب ورکونې د ودې لپاره خورا مهمه ده. د اکبر موسسی رهبرۍ د کړنلارې په جوړولو، د غړو په روزنه، د دارالانشا په کوربه توب د غیر دولتي موسسو/مدني ټولنې سازمانونو لپاره د کیفیت د معیارونو په جوړولو کی کې مهم رول لوبوي.
د افغانستان په بدلیدونکي شرایطو کې معلوماتو ته لاسرسۍ سخته اړتیا ده، او د اکبر ډیری شریکان پراخ معلوماتو ته اړتیا لري. په کابل ، مزارشريف ، جلال اباد ، هرات ، کندز او کندهار کې د اکبر موسسې دايمي شتون تر څنګ د دې چی په ټول هېواد کې فعاليت لري، د ولايتونو په کچه د فعاليتونو د همغږۍ زمينه پیاوړه کړې ده. د اکبر موسسې اوسني معلوماتي وسایل غړو خوښ کړي او غوښتنه یی ده. د اکبر موسسې غړي په منظم ډول له اکبر موسسې څخه د غیر دولتي موسسو د فعالیتونو اړوند د دادخواهۍ معلومات ترلاسه کوي.

په ولایتي او ملي کچه د همغږۍ پیاوړتیا ته اړتیا:

د غیردولتي مؤسسو او مدني ټولنو په اړه منفي انګیرنو ته ځواب ویلو ته اړتیا ده. د افغان وګړو پر ژوند محدودې مثبتې اغېزې، د رسنیو له خوا د فساد بې شمېره راپور شوي کیسې، او تر لاسه شوې لویو مرستو د شک، نا امیدۍ او تورونو فضا رامنځته کړې ده. پورتنیو ټکو ته په کتو د عامو خلکو، چارواکو او رسنیو نظر غیر دولتي موسسو/مدني ټولنې بنسټونو په اړه منفي دی. د فساد انګیرنه په افغانستان کې د غیردولتي موسسو/مدني ټولنو او نورو بنسټونو په فعالیتونو اغیزه کوي او یقینا دا هغه مسله ده چې باید حل شي. اکبر موسسه له مطبوعاتو سره د اړیکو ستراتیژۍ، د کړنلارې ترویج او د کړنلارې د تطبیق لپاره د څارنې د پلان له لارې، حتی په لیرې پرتو سیمو کې د غیر دولتي موسسو په اړه د عامه پوهاوي ښه کولو اراده لري.
د اکبر موسسه په منظمه توګه دادخواهې کوی تر څو موسسې همغږې او دوامداره پیغامونه خپاره کړي. دا چاره د معلوماتو ښه راټولولو او سیستماتیک سرچینو له لارې ترلاسه کیږي ترڅو د پوهې شریکولو او شواهدو پر بنسټ څیړنې اسانه کړي. اکبر موسسه په قوي موقف کې ده تر څو د دولتي ادارو او د موسسې شریکانو سره دادخواهی نوښتونو کې ښکیلتیا ښه کړي.
اکبر موسسې د دادخواهۍ ستراتیژي غوره کړې چې هدف یې لومړی د بشري مسلو په اړه د پیغامونو همغږي کول او دوهم د پالیسۍ په کچه د غیر دولتي موسسو/مدني ټولنو د پراخ ګډون لپاره لابي کول دي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندی بریښنالیک ته ایمیل ولیګی:
د معلوماتو او همغږۍ مدیر information@acbar.org