همغږي او معلومات

د اکبر موسسې د معلوماتو او همغږۍ څانګې فعالیتونه
په افغانستان کې د غیردولتي موسسو په اړه معلومات راټولول او د معلوماتو تحلیل.
غړو موسسو ته اړین معلومات ورکول.
د همغږۍ میکانیزمونو اسانتیاوې.
د غیر دولتي موسسو او مدني ټولنو رول په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه په افغانستان کې همغږي او اړیکی ساتل.
دوه مشخصې ډلې د اکبر موسسې معلوماتو ته اړتیا لري:
لومړۍ ډله د اکبر موسسې غړي دي، او دویمه ډله پراخ بهرني شریکان دي، چې په کې مدني ټولنې، مرستندویان، ملګري ملتونه، رسنۍ او افغان حکومت شامل دی. د غړو او شریکانو اړتیاوو ته ځواب د اکبر موسسې اصلي فعالیت دی، او که څه هم د دوی اړتیاوې توپیر لري، اما د هرې ډلې اړتیاو ترمنځ ورته والی هم شته دي.


معلومات او همغږي:
په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو په اړه معلومات راټولول او د معلوماتو تحلیل:

ډیری خلک په هیواد کې د غیردولتي موسسو په اړه معلوماتو ته د تصمیم نیولو او په هیواد کې د پرمختیایي کارونو او بشردوستانه مرستو شالید پوهیدلو لپاره اړتیا لري. دا ډول معلومات په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د کار موثریت او مشروعیت په ښودلو کې مرسته کولی شي. ددې چارې ترسره کولو لپاره اکبر موسسه باید د خپلو غړو موسسو د ساحوي فعالیتونو ډیټابیس ولري او هر کال ددی ډيتابیس بیاکتنه وشي. برسېره پردې، د چارو او حقایقو تحلیل به د اکبر موسسې او د غړو موسسو دادخواهي فعالیتونو کې مرسته وکړي.
غړو موسسو ته اړین معلومات ورکول:
دا یو له اړینو خدماتو څخه دی چې اوسمهال د اکبر موسسې د معلوماتو او همغږۍ څانګې لخوا وړاندې کیږي. اکبر موسسه یوه معلوماتي شبکه اداره کوي چې په افغانستان کې ځانګړې ده. اکبر موسسه په بیلابیلو غونډو کې د غیردولتي موسسو د همغږۍ، لابی کولو او استازیتوب په برخو کې د دې موسسې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو په ورکولو سره دا معلومات پیاوړي کوي.
د کورنۍ او بهرنیو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول:
د اکبر موسسې د معالوماتو او همغږۍ څانګه د غړو موسسو سره د داخلي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په مؤثره توګه غړو او بهرنیو همکارانو ته معلومات خپروي. په دې چاره کې د غړو د فعالیتونو نقشه جوړول، په افغانستان کې د مرستو په سکتورونو کې د بیلابیلو کاري ډلو لیست جوړول، د تمویل کونکو څخه د مالي مرستو د غوښتنې ویش او د غړو څخه د نورو معلوماتو غوښتنل شامل دي. د اکبر موسسې ویب پاڼه د سرچینو یو پراخ کتابتون لري چې په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو اړوند ټولې خپرونې، قوانین او ښې کړنې تالیفوي. اکبر موسسه د غوښتنو او اړتیاوو پر بنسټ د ځانګړو موضوعاتو په اړه د ورکشاپونو او پریزنټشنونو په وړاندی کولو سره د غړو موسسو ترمنځ د سرچینو شریکول اسانه کوي.
د همغږۍ اسانتیا:
اکبر موسسه د خپلو غړو ترمنځ منظمې میاشتنۍ او د غوښتنې پراساس غونډې د همغږۍ پیاوړی کولو لپاره ترسره کوي. د اکبر موسسې موخه د غیر دولتي موسسو ترمنځ د معلوماتو تبادلې ته وده، د تخصص شریکولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کول او د پرمختیایي او بشري پروګرامونو په مختلفو سکتورونو کې د کلیدي مسلو په اړه ګډ ملاتړ چمتو کول دي.
د افغانستان بشردوستانه فوریم (AAHF): یو میاشتنۍ فوریم دی چې د اکبر موسسې او اوچا لخوا پر مخ وړل کیږي. د افغانستان بشردوستانه فوریم په ملي او سیمه ایزه کچه د غیردولتي موسسو فعالیتونو په همغږۍ کولو، د بشردوستانه شریکانو او حکومت سره د غیردولتي موسسو د ګټو استازیتوب/ اړیکې، او د غیردولتي موسسو په منځ کې اخلاقي او مسلکي معیارونو ته په وده ورکولو تمرکز کوي. دا فوریم له نړیوالو
او ملي غیر دولتي بشردوستانه موسسو څخه جوړ ده او د OCHA بشردوستانه ټیم او په OCHA کې د افغانستان بشردوستانه فوریم مشورتي بورډ ته نظرونه ورکوي. د غونډې په دويمه برخه کې اوچا په اوسنيو مسايلو بحث او د راټول شوي فنډ (پول فنډ) په اړه وروستي جزئيات وړاندې کوي.
د افغانستان پرمختیایي ناسته (ADF): دا یوه میاشتنۍ ناسته ده چې مشري یې د اکبر موسسې لخوا کیږي. پدې ناسته کې حکومتي چارواکي غیر دولتي موسسو ته د مهمو مسایلو په اړه تازه او ورستی معلومات وړاندې کوي او د ناڅرګندو ټکو / مسلو په اړه توضیحات ورکوي.
د رئیسانو درې میاشتنۍ ناسته: د اکبر غړو موسسو ریسانو غونډه په هرو دریو میاشتو کې په مختلفو مهمو موضوعاتو او پیښو د بحث لپاره تر سره کیږي.
دادخواهي کاري ډله (AWG): د دادخواهي کاري ډلي غونډې موخه د غړو موسسو لپاره د دادخواهي هڅو اسانه کول او همدارنګه په هیواد کې د بشردوستانه او پرمختیایی اړونده برنامو د مرستې اغیزمنتوب باندې تمرکز دي.
د بشري منابعو کاري ډله (HRWG): دا میاشتنۍ ناسته ده چې د غړو موسسو د بشري سرچينو کارکوونکي کولی شي سره یوځای شي او د بشري سرچینو په مسایلو بحث وکړي.
د اوچا HFU غونډه: یو میاشتنۍ فوریم دی چې د اکبر موسسې او اوچا لخوا پر مخ وړل کیږي. د اوچا HFU د شریکو موسسو لپاره یو ځانګړی فوریم دی ترڅو د اوچا په راټول شوي فنډ (پول فنډ) کې برخه واخلي او په عملي توګه AHF ته پروپوزل لیکل زده کړي.